دپاکستان محکمې د دغه هيواد د پخوانى جمهور رييس د نيولولارښونه وکړه

اسلام اباد نړيوالي خبري منابع   باخترد وري  دمياشتې  ٢٩ :
دپاکستان سترې محکمې نن  په پاکستان کې په ٢٠٠٧ ميلادي کال د بيړنۍ حالت په اړوند د غيرقانوني فرمان د صادرولو په جرم ددغه هيواد د پخوانى جمهور رييس  پرويز مشرف د نيولو لارښوونه صادره کړه.
باخترآژانس د نړيوالوخبرځايونو له خولې خبر راکړ: مشرف چې نن په اسلام آباد کې د سترې محکمې غونډې ته حاضر شوى و اوغوښتل يې چې آزادي يې د وثيقې له مخې تمديد شي؛ په دې محکمه کې د خپلې دوسيې دقاضي له خوا دخپل د نيولو له حکم سره مخامخ شو.
د پاکستان پخوانى جمهور رييس په ٢٠٠٧ کال کې ددغه هيواد د سترې محکمې  دجګپوړو قاضيانو فعاليتونه پنځه نيمې مياشتې تعليق او د هغوى دکورنۍ بند او په هيوادکې د بيړنۍ حالت اعلام يې صادر او دغه رازپه څرګند ډول يې دپاکستان اساسي قانون نقض کړى و.
تيرکال هم دپاکستان سترې محکمې د يوحکم په صادرولو سره د پرويزمشرف  د نيولوفرمان صادرکړ.
د همدې خبرله مخې: د اسلام آباد دمحکمې رييس قاضي شوکر عزيزصديقي د مشرف د وثيقې قرار چې پخوا د همدې محمکمې له خوا ده ته صادرشوى و، لغوه کړ او د هغه د نيولو حکم يې صادرکړ.
په همدې حال کې دپاکستان سميه ييزو رسنيو خبرورکړ: مشرف بريالى شو د هغه د نيولو د حکم له اجراکوونکومخکې له خپل ساتوونکي سره له محکمې څخه ووځي .
په  همدې حال کې د محکمې د حکم د اجرا کولو او د مشرف دسملاسي نيولو لپاره د اسلام آباد د پوليسو له خوا هيڅ غبرګون نه دى ليدل شوى .
مشرف کولاى شي د محکمې د لارښوونکى د حکم پرخلاف د نوى نظرغوښتنه وکړي.
دپاکستان پخوانى جمهور رييس او ددغه هيواد د اردو پخوانى قوماندان چې په دې ورځوکې ددغه هيواد د اساسي قانون د نقضولو له قضايي تور سره مخامخ دي؛ پخوا ويلي وې، په محکمه  کې د ځان د دفاع او آن جيل ته د تلو لپاره  چمتو دي .
مشرف له خبريالانو سره په خبروکې له ١٩٩٩ څخه تر ٢٠٠٨ کال پورې په پاکستان کې دخپل دولت د اجرايي سياستونوڅخه  ددفاع په ترڅ کې زياته کړه چې دپاکستان د جمهور رييس په توګه دخپلې تصدي په وخت کې کومه تېر وتنه نه ده کړي .
د پاکستان پخوانى جمهور رييس په خپله خوښه د تبعيد څوکلونه په دوبى اولندن کې تيرکړ اوسږکال پاکستان ته ستون شو.
په پاکستان کې بېلابېلومحکموپه مشرف باندې دپاکستان دپخوانۍ صدراعظمې بيظيربوټو د ترور او د بلوچستان ايالت د قبايلي رييس نواب اکبربګتي د وژلو تورلګولي دي.
مشرف په ١٩٩٩کال کې د وخت دصدراعظم او دنواز څانګې دمسلم ليک دګوند او د اوسنى مشر نوازشريف دوست د پوځي کودتا له لارې راوپرځاوه او د واک په ګدۍ کښيناست.
مشرف د ١٣٨٧ کال د زمري په مياشت کې د ملي پارلمان له خوا د استيضاح د مخنيوي لپاره له خپلې دندې څخه استعفا وکړه.
مشرف له څلوروناحيوڅخه ځان پارلماني انتخاباتوته کانديدکړى و، خو ددغو څلورو ناحيو له مسوولينو له خوا د مشرف کانديدى رد شو او نه شي کولاى  د روان کال دمارچ دمياشتې د٢١ نيټې په انتخاباتوکې ګډون وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته