نړۍ

دپاکستان صدراعظم سويس ته خپل سفر لغوه کړ

اسلام ابادباختردمرغومي ديرشمه :
د پاکستان صدراعظم نوازشريف د سويزرلند داوس ته خپل سفر لغوه کړى دى.
باخترآژانس دپاکستان د دي ډان ورځپاڼې د انټرنټي سايټ له خولې خبر راکړ: د پاکستان صدراعظم داوس ته خپل سفر د هغو وروستيو تروريستي پيښو او بريدونو له امله چې په دغه هيوادکې شوي دي؛ لغوه کړى دى .
مخکې له دې د پاکستان صدراعظم د خيبر پښتونخوا ايالت په بنو ښار پرونى بريد په کلکه وغانده.
د پاکستاني طالبانو د تحريک د پخواني مشرحکيم الله مسعود له وژل کيدو وروسته ددغې ډلې مشرتابه د پاکستان له حکومت سره هر راز ديالوک رد کړى دى. خو د طالبانو يوه رسمي کارکوونکى د فرانسې له خبري آژانس سره په خبروکې د خپل مشر په له لاسه ورکولو سربېره د داسې مخکنيوشرطونو په وړاندې کولو سره چې هماغه د بې پيلوټه الوتکو د بريدونو بندول او له قبايلي سيموڅخه د پاکستاني پوځيانو وتل دي؛ تيارى څرګندکړى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته