اسلام اباد باختر دوري يو ويشتمه
دپاکستان صدراعظم يوسف رضاګيلاني ويلي دي ددغه هيواد داستخباراتو اداره بايد سياسي رول ونه لري .
دپاکستان داستخباراتو په اداري دبهرنيو هيوادونو له دي جملي څخه دافغانستان په چارو کې دلاس وهنې تور لګول شوي دي .
ګيلاني دغه خبري دپاکستاني خبريالانو پوښتنې ته په ځواب کې کړي دي .
دغه راز ده ديوي بلي پوښتنې په ځواب کې چې هند ته دپاکستان دجمهور رييس اصف علي زرداري دپروني سفر په اړوند وپوښتل شول وويل ددغه سفر نتيجي مثبتي وي .
ګيلاني زياته کړه دهند اوپاکستان ترمنځ دوستانه اړيکي ددواړو هيوادونو په ګټه دي .