دپاکستان د جنګوي لښکر يو قوماندان ونيول شو

اسلام ا باد   باخترد  ثور دمياشتې  ١٨ :
دپاکستان دجنګوي لښکر دغير قانوني ډلې يو مشهور قوماندان او د دغې ډلې د کراچي دڅانګې رئيس شفيع طارق چې دده په کارنامه کې د هدفمندو اوفرقه يي وژنو په باره کې ١٤ دوسيې شته؛ پرون دکرا چي بندري ښارته څېرمه دپوليسو په ځآنګړو عملياتوکې ونيول شو.
دپوليسو د څرګندونوله مخې: دى د دوى تر څارنې لا ندې و.
دتروريستي ډلې دغه قوماندان په خپلو قضايي دوسيوکې د اتو تنو پاکست نيانو د وژنې له تور سره مخا مخ دى.
پوليسو زياته کړه: په شفيع دپوهنتون داستاد اود پاکستان دشيعه ټولنې د مشهور غړى سيد سبط جعفر د وژنې تور لګول شوى و چې د تيرکال دکب د مياشتې په ٢٨ نيټه په کراچي ښارکې ترور شو.
دجنګوي د لښکر دغه قو ماندان پخوا په پو ليسوکې کارکاو او په ٢٠٠١ ميلادي کال کې د پوليسو په اداره کې له خپل مقام څخه ګو ښه کړاى شو او په هدفمندو او فرقه يي وژنوکې د رول په تور نيول شوى و اوپه ٢٠٠٨ کال کې د محکمې له حکم سره سم  له بند څخه آزاد شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته