اسلام اباد باختر د وري پنځلسمه
دپاکستان دکراچي ښار د لياري په سيمه کې دغير قانوني وسله والو ډلو او دقانون دنافذولو دځواکونو ترمنځ د تن په تن نښتې له امله څه ناڅه اووه تنه ووژل شول اوپه لسګونه تنه نور ټپيان شول .
دپاکستان د دي دان ورځپاڼې دخبر له مخې دپاکستان جمهور رييس اصف علي زر داري په کراچي ښار کې دقانون او نظم دحالت په باب غوسه څرګنده کړې ده او دده ښار مقاماتو ته يي ويلي دي چې په ياغيانو او عمدي قاتلانو او جنايتکارانو هيڅ راز رحم ونه کړې .
دپاکستان جمهور رييس په داسي حال کې چې دلياري سيمې ته څيرمه دخپل زوي بيلاول په کور کې يوې غونډې ته خبري کولي اعتراض کوونکي اويوزيات شمير وسله والو کسانو له پوليسو سره نښته وکړه چې له امله يي دپاکستان دخلکو ګوند يومشر او شپږ تنه نور ووژل شول .
ويل شوي دي چې په دې نښته کې دپوليسو او سياسي فعالينو پرخلاف له توغنديو بمونو او وسلو څخه استفاده شوې ده .
دغه تاوتريخوالي هغه وخت زور واخيست چې دپوليسو ځواکونو دمشکوکو کسانو په يو پټنځاى بريد وکړ