اسلام اباد دي نيوز باختردوري دمياشتې ١٦ :
ديارلس تنه پرون دپاکستان په چيلاس اوګلګت سيمو کې دتاوتريخوالي په پيښو کې وژل شوي دي .
درسمي خبرځايونو دڅرگندونوله مخې، ناپيژندل شويو وسله والو کسانو په پوځي جاموسره په يو مسافروړونکي بس موټر بريد وکړ او نهه تنه يې په ډزوسره ووژل او شپږ بس موټرونه يې وسوځول .
مخکې له دې ناپيژندل شويو کسانو په ګلګت کې داتحادپه چوک کې بمونه غورځولي وو چې له امله يې څلور تنه وژل شوي او پنځه څلويښت تنه نور ټپيان شوي وو.
په خبرکې ويل شوى دى چې بمي بريدونه داهل سنت اوالجماعه دډلې په افرادو شوي وو چې له امله يې دوه پوليس اويو ملکي وګړى ټپيان شول .