دپاکستان دمسلم ليک ګوند: د امريکايي ځواکونو د ايستلو په برخه کې همکاري کوي.
اسلام ا باد باختر دثور٢٤
دپاکستان دمسلم ليک ګوند مشر نواز شريف پرون څرګنده کړه چې د امريکا متحده ايالت به له افغانستان څخه دخپلو ځواکونو د ايستلو په برخه کې د پاکستان بشپړ ملاتړ له ځان سره ولري.
دده دڅرګندونو له مخې: امريکا کولاى شي له افغانستان څخه د خپلو پوځي ځواکونو اوتجهيزاتو د ايستلو لپاره دپاکستان له خاورې څخه کارواخلي.
نواز شريف په لا هورکې په خپل استوګنځي کې له يوشمير لويديځو رسنيو سره د امريکا د متحده ايالاتو په باب په خبرو کې وويل: موږ خپل ملاتړ زياتوو چې ووينو ټولې مسئلى په سمه توګه پرمخ ځي.
دغه څرګندونې څوګړۍ له هغه وروسته وشوې چې د امريکا جمهور رئيس بارک اوباما وويل: واشنګټن چمتو دى چې د يو برابر شريک په توګه له اسلام آباد سره همکاري وکړي.
په تيرو وختونوکې پاکستان تل د ډيورنډ له کر ښې اخوا په قبايلي سيمو کې د بې پيلوټه امريکايي الوتکو د بريدونو مخالف و .
په پاکستان کې د روانې اوونۍ د شنبې د ورځې له انتخاباتو وروسته ، نوازشريف له ١٤ کلونو وروسته بيا ددغه هيواد سياسي ډګر ته وردانګلى دى.
د نواز شريف په مشرۍ د مسلم ليګ ګوند چې ويل کيږي د پاکستان دبنسټ پالو ملاتړ ورسره دى؛ وکولاى شول ددغه هيواد د پارلمان له ٢٧٢ څوکيو څخه ١٣٠ څوکۍ ترلاسه کړي.
په داسې حال کې چې ټاکل شوې ده امريکايي اود ناټو ځواکونه په ٢٠١٤ کال کې له افغا نستان څخه ووځي، پاکستان د همدغو ځواکونو د پوځي وسايطو او تجهيزاتو د ايستلو لپاره يو ډير کليدي هيواد بلل کيږي.
افغانستان ته دياغيانو راتګ له پاکستان سره پوځي نښتې له پو لې اخوا څخه راکټي بريدو نه هغه ډيرې مهمې انديښنې دي چې افغانستان تل دپاکستان په برخه کې طرحه کړې دي، خو اوس ددغه هيواد نوى حکومت له خپلو ټولو ګاونډيانو سره د خپلو اړيکو په پيا وړتيا باندې ټينګارکړى دى.