-کابل – باختر د لړم دمياشتې١٦
دپاکستان دلښکراسلام دوه تنه غړي پرون دننګرهار ولايت په اچين ولسوالى کې ونيول شول.
دننګرهار ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال ددغه خبر د تاييدولو په ترڅ کې باختر آژانس ته خبر ورکړ: نيول شوي کسان د پاکستان دخيبر ايجنسۍ اوسيدونکي او دلښکر اسلام فعال غړي دي چې دورانکارو عملونو دترسره کولو په موخه دغې ولسوالى ته راغلي و.
ويل کيږي دغه کسان داچين ولسوالۍ د عبدلخيلو په سيمه کې دامنيتي ځواکونو له خوا نيول شوي دي.
ديادونې وړ ده دننګرهار ولايت ، له پاکستان سره دګډې پولې په دليل دتروريستانو دتګ راتګ او تمويلولو او سمبالو يوه اصلي لاره بلل کيږي او هم طالبان او داعش له دغې سيمې څخه دافغانستان خاورې ته راننوځي.
2 د یوې دقیقې څخه لږ