کابل / باختر د تلې دمياشتې ١٩ :
دافغانستان دمدني ، حقوقي او څيړنيزې ټولنې سازمان له امنيتي ځواکونو سره دملاتړ داعلامولو ترڅنګ طرحه کړې ده چې دغه سازمان دافغانستان په چارو کې دپاکستان داستخباراتي دستګاه دلاسوهنو په باب په منظم ډول څيړنې کړې دي.
د باخترآژانس دخبرله مخې : په هغې اعلاميه کې چې په دې اړوند خپره شوې ده ويل شوي دي : دافغانستان وسله وال پوځ چې په کندز کې دبهرنيو لاسوهونکو دبريدونو په شنډولو بوخت دي او هلې ځلې کوي چې ددوى په ځپلو سره بيا امنيت تامين کړي ، بريالي دي او دغه سازمان ددوى ترڅنګ ولاړ دى.
په اعلاميه کې دغه راز يادونه شوې ده چې دغه سازمان په افغانستان کې دپاکستان داستخباراتي دستګاه ټولې لاسوهنې په منظم ډول څيړلي او خلکو او نړيوالې ټولنې ته دهغوى دڅيرو په افشا کولو کې به ډيل ونکړي.
دافغانستان دمدني ، حقوقي او څيړنيزې ټولنې سازمان په دې اعلاميه کې دکندز دپيښې دانګيزو ددقيقې څيړنې غوښتنه کړې ده او دغه راز ددغې پيښې دقربانيانو کورنيو ته يې د ډاډګيرنې مراتب څرګند کړي دي.
په اعلاميه کې د داعش ډلې ته هم اشاره شوې ده او ويل شوي دي چې دغه ډله دحقاني او دجندالله له شبکو څخه په استفادې سره دپاکستان له خوا په سيمه کې جوړه شوې وه .
0 1 دقیقه لوستل