دپاکستان دصنعتي توليداتو نندارتون په کابل کې جوړشو
کابل باختردتلې دمياشتې ٢٧ :
دپاکستان دصنعتي توليداتو لومړني نندارتون په کابل کې پرانستل شو.
دباختراژانس دخبرله مخې: په دې نندارتون کې څه دپاسه پنځه اتيا پاکستاني شرکتونو په سلو غرفوکې خپل توليدات نندارې ته وړاندې کړي دي.
په هغو مراسموکې چې له همدې امله د انترکانتيننتال هوټل په بالروم کې پرځاى شوى و؛ د سوداګرۍ او صنايعو وزارت معين ډاکتر صدرالدين سحر دخبرو په ترڅ کې وويل: دغه وزارت په افغانستان کې دبهرني پانګې اچونې لپاره لازمې اسانتياوې برابرې کړې دي.
تاسې پاکستاني سوداګر کولاى شئ، له دغو اسانتياو څخه په استفادې سره په افغانستان کې په انفرادي ډول اوګډه پانګه اچونه وکړئ .
وروسته دافغانستان دسوداګرۍ اوصنايعو دخونو مرستيال خان جان الکوزى وويل: ددغه شان نندارتونو جوړول،دافغانستان اوپاکستان ترمنځ دسوداګرۍ په وده کې مهم رول لوبوي .
موږ هيله لرو چې وکولاى شو په نږدې راتلوونکې کې په پاکستان کې دافغاني توليداتو نندارتون جوړکړو.
دغه رازپه دغو مراسموکې په کابل کې دپاکستان سفير محمدصادق وويل: دپاکستان دسفارت دروازه د افغاني سوداګرو پرمخ پرانستې ده، افغاني سوداګر کولاى شي په پاکستان کې خپلې ستونزې دسفارت له لارې حل کړي.
دغه راز په دغو مراسموکې دکابل دسوداګرۍ اوصنايعو دخونو دعامل هيئت مسوول رحيم الله حميد، د ايسا د ادارې رييس وفي الله افتخار او د راولپنډۍ دسوداګرۍ اوصنايعو دخونو رييس چودري ددغه شان نندارتونونو دجوړولو د اړتيا په باب خبرې وکړې.
دغه نندارتون دڅلورو ورځولپاره دسهار له ٩ بجو څخه دمازيګر تر ٥ بجو پورې په انترکانتيننتال هوټل کې دمينه والو پرمخ پرانستې دى.