نړۍ

دپاکستان دصدراعظم دملي امنيت سلاکار: طالبان د سولې په خبروکې جدي نه دي

اسلام اباد باخترد کب اتمه :
د وزيرستان په قبايلي سيمه کې د پوځي عملياتو په باب د پاکستان د صدراعظم دملي امنيت سلاکار سرتاج عزيز نن وويل چې د پاکستاني طالبانو تحريک د سولې د خبرو په باب جدي نه دي.
دپاکستان  دصدراعظم دملي امنيت سلاکارپخوا ويلي وچې له طالبانو سره ددغه هيواد دحکومت خبرې له کرښې څخه وتلې دي او حکومت د وزيرستان په بېلابېلو سيموکې پوځي عمليات پيل کړي دي چې له امله يې لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .
ده د يوه خبريال دپو‌ښتنې په ځواب کې وويل چې د سوريې په جګړه کې د کارولو لپاره دپاکستان له خوا په عربستان د وسلو پلورنه بې بنسټه ده .
دپاکستان دحکومت اودطالبانو ترمنځ دسولې خبرې دپاکستاني طالبانو دتحريک له خوا ددغه هيواد د سرحدي ځواکونو د درې ويشتو تنو عسکرو له وژل کيدو وروسته لغوه شوې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته