دپاکستان دتروريزم ضد محکمې ددغه هيواد دپخوانى جمهور ررييس دڅارنې امر صادر کړ .

اسلام اباد _ باختر دثور دريمه :
دپاکستان دپخوانى فقيدې صدراعظمې بې نظير بوتو دترور په دوسيه کې داتهام وړ  مشکوکو کسانو دڅيړنې لپاره  ددغه هيوادمحکمې  امر وکړ  چې ددغه هيواد پخوانى  جمهور رييس  پرويز مشرف  دلومړي رديف  تورن په توګه  تر پوښتنې  او تحقيق لاندې  ونيول شي .
بې نظير بوتو په  ٢٠٠٧ ميلادي کال کې دانتخاباتي کمپاين په بهير کې  ووژل شوه .
  باختراژانس  دسيمه ئيزو خبرځايونو له خولې خبر راکړ ،  دپاکستان  د فدرال تحقيقاتو  دادارې جګپوړومقاماتودتروريزم ضد محکمې په ننني  غونډه کې محکمې ته  دپرويز مشرف  داحضارولو  دغوښتنې په ترڅ کې  قاضيانو ته  په خطاب کې وويل :  چې دپاکستان دپخوانۍ پوځي قوماندان مشرف نوم دې  په رسمي ډول  له خلکو ګوند څخه ددغه هيواد دفقيدې صدراعظمې  بې نظير بوتو دترور په دوسيه کې  ځاى کړي شي .
ټاکل شوې ده  دپاکستان محکمه  سبا دپرويز مشرف  دوثيقې دقرار غوښتنه په دې دوسيه کې وڅيړي .
دمسلم ليک ګوند اوسني رييس  جنرال مشرف د١٩٩٩ کال له کودتا او دنواز شريف  دحکومت  له راپرځولو وروسته  ددغه هيواد  دچاروواګې ترلاسه کړل  دپاکستان پخواني جمهور رييس پرويز مشرف  خپل څلور کاله  تبعيد په خپله خوښه  د دوبي او لندن په ښارونوکې تير کړل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته