نړۍ

دپاکستان دبهرنيو چارو وزير،آلمان ته ورسيده

برلين -باختر آژانس د وږى درى لسم
حنا رباني کهر ديو رسمي سفر لپاره آلمان ته رسيدلې ده، اوټاکل شوې ده چې له خپل آلمانى سيال ګيدوويسترويله د دوه اړخيزو اړيکو او دسيمه ييزو او نړيوالو موضوعاتو په باب خبرې وکړي. دخبري منابعو دڅرګندونو له مخې، ربانى کهر په دوه ورځني سفرکې دآلمان دبهرنيو چاروله وزير سره د دوه اړخيزو اړيکو او د دواړو هيوادونو ترمنځ داړيکو دلازيات ټينګښت په باب خبرې وکړې او دواړه وزيران به دپاکستان_جرمنى دستراتيژيکې ديالوګ سند لاسليک کړي چې د دواړو هيوادونو ترمنځ دهر اړخيزې همکاري لپاره لاره پرانيزي.
آلمان په اروپاکې دپاکستان يو ستر تجارتي شريک او په پاکستان کې دپانګې اچونې يو ستره منبع ده .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته