دپاکستان دبهرنيو چارو وزارت هند ته رسمي اعتراض وړاندې کړ.

اسلام آباد– باختر دمرغومې ١٩ :
دپاکستان دبهرنيو چارو وزارت دهغه څه له امله چې ددغه هيوادحکومت هغه بې تحريکه بريد بللى دى او پرون يې خپل رسمي اعتراض دهند حکومت ته څرګند کړ.
دغه بريد دهند او پاکستان ترمنځ دشخړو وړ کشمير په سيمه کې وشو چې په ترڅ کې يې هندي او پاکستاني عسکرو متقابلې ډزې و کړې او هريو ددغې نښتې تور په يوبل لګوي.
اسلام آباد ويلي دي چې يو پاکستاني عسکر دهندي عسکرو د ډزو له امله وژل شوى او يو تن بل يې ټپي شوى دى.
دهند اردو دغه تورونه رد کړي دي، کشمير چې دهماليا دغرونو دلړى دمسمانانو داستوګنې سيمه ده له ١٩٤٧ ميلادي کال راپه دې خوا دهند او پاکستان ترمنځ د دوو جګړو سبب شوى دى او دواړه هيوادونه په دغې سيمې دواکمني ادعا کوي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته