دپاکستان داسلامي جماعت مشر مړشو
اسلام اباد بي بي سي نيوز باختردمرغومي دمياشتې ١٧ :
دپاکستان داسلامي جماعت پخواني مشر اويوه سياسي څيره قاضي حسين احمد نن د٧٤ کلني په عمر په اسلام اباد کې وفات شو.
دباختراژانس دخبرله مخې دى چې د زړه دناروغي اوسالنډي دناروغي له امله ځورځيده نن سهار دهغه روغتيايي حالت خراب شو اودزړه ددريدوله امله داسلام اباد په يو روغتون کې مړ شو.
قاضي حسين احمد دوه ويشت کاله دپاکستان داسلامي جماعت مشر و اوپه ٢٠٠٩ ميلادي کال کې له دغه پست څخه ګوښه شو.