نړۍ

دپاکستان حکومت له ملايانو څخه له طالبانو سره د خبرو لپاره مرسته غواړي .

اسلام آباد دويچه ويله باختر د تلي  څوارلسمه :
  دپاکستان حکومت غواړي له طالبانو سره دسولې دخبرو په مقصد د دغه هيواد د ديني عالمانو له مرکزي شورا څخه مرسته  وغواړي.
وفاق المدرس دپاکستان  يومذهبي سازمان دى او دڅوکوچنيومرکزونو څخه جوړ شوى دى ادعاکړې  ده چې طالبانو له حکومت  سره دسولې دخبرو لپاره د دغې ډلې  وړانديز ته مثبت ځواب ورکړى دى .
  وفاق المدارس  دغه راز ادعاکړې ده چې حکومت له دغه سازمان څخه غوښتي دي چې له ياغيانو سره اړيکه ونيسي ويل کيږي د وفاق المدرس  مشر تيره اوونۍ دپاکستان دکورنيو چارو له وزير چودري  نثارعلي خان سره وکتل او له ياغيانو سره دخپلو اړيکو په باب رپوټ  ورکړ .
وفاق  المدرس  په پاکستان کې دسني د ديوبندي مذهبي سازمانونو ټولنه ده .
ديوبندي دسعودي عربستان له وهابي اسلام سره نږدي دي او دطالبانو سني مدرسي هم دسني مذهب پيروان دي
پاکستاني لبرالان دسعودي عربستان په وهابيانواو په سني ديوبندي ملايانو تور لګوي  چې په هيواد کې کرکه رواجوي .
دوفاق المدرس مرستيال قاري حنيف جلندري دآلمان د دويچې ويلې له راډيوسره په مرکه کې  وويل  ،   سازمان يې هلې ځلې کوي  چې دپاکستان دحکومت اوطالبانو  ترمنځ منځګړيتوب وکړي  په دغه هيوادکې دحکومت او اسلامپالو ياغيانو ترمنځ د سولې درامنځته کولو لپاره تيرو هلوځلو ماتې وخوړله اوياغيانو دتيرميلادي کال په پاى کې له اسلام آباد سره دخبرو لپاره خپله علاقمندي وښودله خو کله چې دهغوى مرستيال دبې پيلوټه الوتکې په بريد کې ووژل شو له خبرو څخه يې  ډډه وکړه .
  دهمدې خبر له مخې  :  امريکا  له طالبانو سره دخبرو ملاتړکوي ځکه چې  په افغانستان کې دنړيوالو ځواکونو په اوولس کلنه جګړه هم مستقيمې اغيزې لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته