دپاکستان او ايران ترمنځ پوله کې يوولس تنه و وژل شول .

 

کويته  باختر دمرغومي دويمه

 دايران او پاکستان دپولې دبلوچستان ايالت دګوادر په سرحدي ناحيه کې څه ناڅه  يوولس تنه و وژل شول .

 دغو کسانو غوښتل ددريو ليږدونکو وسايطو په سپرلۍ ايران ته  ننوځي .

 دبلوچستان ايالت دکورنيو چارو وزارت يو لوړ جګپړي کارکوونکې وويل چې دغه يوولس تنه چې شپږ تنه پاکستانيان او پنځه تنه يې افغانان وو د ايران پولې ته څيرمه دپاکستان په سرحدي ناحيه کې دناپيژندل شويو کسانو له خوا و وژل شول

 دده دڅرګندونو له مخې دغه پيښه دګوادر بندري ښار ته څيرمه په يوه غرني ناحيه سانسريک کې  رامنځته شوې ده .

 

 ده دزياتو څرګندونو له وړاندې کولو څخه  ډډه وکړه .

 دده د څرګندونو له مخې  وژل شويو کسانو غوښتل په غير قانوني ډول دايران له لارې اروپا ته لاړ شي

 دوژل شويو  کسانو مړى دګوادر روغتون ته ليږدول شوي دي . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته