سیاست

دپاکستان اردو : موږ به په ټولو تروريستانو له تفکيک پرته بريد وکړو، زموږ پوځي عمليات به په پاکستان کې دتروريزم دپاى ته رسولو لپاره يوپيل وي .

کابل باختر د چنګاښ شپږمه :
دپاکستان اردو پرون اعلام وکړ چې دټولو تروريستانو پرضد ددغه هيواد پوځي عمليات پيل شوي دي .
دپاکستان داردو ويندوى تورن جنرال  حسيم بجوا ددغه هيواد له لوى درستيز سره دافغانستان دملي امنيت دسلاکار له کتنې وروسته رسنيو ته وويل چې پاکستان د  پاکستاني طالبانو او دحقاني شبکې  ترمنځ هيڅ توپير نه مني ، بلکې ددغه هيواد پوځي عمليات به له کوم تفکيک پرته په ټولو تروريستي ډلو بريد وکړي .
  دغه څرګندونې له هغه وروسته کيږي چې دافغانستان دملي امنيت سلاکار ډاکتر رنګين دادفر سپنتا  دپنجشنبې په ورځ ددغه هيواد دصدراعظم ، دملي امنيت دسلاکار او دلوى درستيز په ګډون دپاکستان له جګپوړو مقاماتو سره په کتنه کې  له تروريزم سره دصادقانه او عملي مبارزې او په ټولو تروريستانو دبريد لپاره داړتيا په باب دافغانستان پيغام دپاکستان صدراعظم ته څرګند کړ .
دپاکستان داردو ويندوى دغه راز ټينګار وکړ چې زموږ لپاره هيڅ ښه اوبد طالب شتون نه لري او دغه پوځي عمليات به په حقيقت کې په پاکستان کې دتروريزم دپاى ته رسولو لپاره يوپيل وي .
دافغانستان دملي امنيت دمشاوريت دفتر دپاکستان داردو ددغه اعلام هرکلي کوي او دپاکستان له لورې عملي اقداماتو ته سترګې په لاره دى .
  پاکستان ته دافغانستان دملي امنيت دسلاکار دسفر  په پاى کې دپاکستان دبهرنيو چارو وزارت له خوا يوه ګډه اعلاميه  هم خپره شوه چې دافغانستان دملي امنيت د سلاکار او دپاکستاني  مقاماتو ترمنځ  غونډو کې دخبرو ډير مهم محور هماغه ددواړو هيوادونو ترمنځ دامنيتي هکاريو پياوړتيا وبلل شوه او اعلاميه کې دغه راز زياته شوې ده چې دواړو لورو موافقه وکړه چې په ټولو تروريستانو له هيڅ راز توپير  او تفکيک پرته بايد بريد وشي او په دواړو لورو کې دې دتروريستانو پټنځايونه له منځه يوړل شي .
دواړو لورو  دغه راز تروريزم  ددواړو هيوادونو ګډ دښمن وباله  او ددغه ګډ دښمن دله منځه وړلو لپاره يې دټولو اړوندو بنسټونو  ترمنځ په نږدې  همکارۍ اوهمغږۍ باندې ټينګار وکړ .
په دې سفر کې دغه راز موافقه   وشوه چې ددواړو هيوادونو دبهرنيوچارو دوزارتونو دمعينيانو په ګډې  مشرۍ او داړوندو بنسټونو داستازو په ګډون  يوه ګډه امنيتي کاري  ډله جوړه شي .
پاکستان يوځل بيا دافغانانو په مشرۍ او مالکيت دسولې له بهير سره په خپل بشپړ ملاتړ باندې  ټينګار وکړ .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته