نړۍ

دپاکستاني طالبانو قوماندان په خيبرپښتونخوا ايالت کې ونيول شو.

اسلام آباد- دې نيوز – باختر دکب دمياشتې ٧
د پاکستان پوليسو د طالبانو قوماندان قارى رييس الياس ابوموسى او دهغه
دوه تنه ملګري  په خيبرپښتونخوا  ايالت کې دعملياتو په  بهير کې  ونيول .
باختر آژانس دپاکستان د دې نيوز انترنشنل ورځپاڼې دانترنټي سايټ  له خولې خبر راکړ  : پوليسو د طالبانو دغه قوماندان د هغه له دوو ملګرو سره دصوابۍ
په سيمه کې ونيوه .
دپوليسو دڅرګندونو له مخې  له دوي  څخه پرمختللې وسلې او مهمات هم ترلاسه شوې دي .
دغو طالبانو دخيبر –  پښتونخوا ايالت دپوليسو په قوماندان نصير دراني او دپوليسو په نورو جګپوړو مقاماتو چې له سيمې څخه تيريدل د بريد نيت درلود.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته