کابل باختر د ثور څوارلسمه :
دهيواد دپاور لفتنګ فدراسيون په پام کې لري چې بل سبا په کابل ښار کې انتخاباتي لوبې پيل کړي .
دبدني روزنې او ورزش رياست دپاور لفتنګ فدراسيون رييس خواجه فريداحمد صديقي نن دباختراژانس خبريال ته وويل په دغو لوبو کې دکابل ښار له ورزشي کلپونو څخه نږدې ٢٠٠ تنه ورزشکاران ګډون کوي چې درې ورځې به لوبې وکړي .
ده وويل ددغوسياليو په پاى کې غوره څيرې دکابل ښار منتخب ټيم ته انتخابيږي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ