دپاورلفتنګ مډال راوړنکې وستايل شول.
کابل – باختر دمرغومې پنځمه :
دهيواد دپاورلفتنګ ورزش مډال راوړونکې نن دالمپيک دملي کميتې له خوا وستايل شول.
دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې: په هغې غونډه کې چې له همدې امله جوړه شوې وه دالمپيک دملي کميتې رييس محمد ظاهراغبر دآسياي هيوادونو په سياليو کې دهيواد دپاورلفتنګ ورزشکارانو دقدرداني په ترڅ کې وويل : په حقيقت کې مډال راوړونکو خپل هيوادته سترې وياړنې ګټلي دي او ځاى لري چې ددغه ستر برياليتوب له امله دوى او د دوى کورنيو ،ورزشي ټولنې او دافغانستان ټولو خلکو ته مبارکې ووايم دالمپيک دملي کميتې درسنيو لوى مدير عبدالمحبوب سرورى دباختر آژانس خبريال ته وويل : دغو ورزشکارانو دهندوستان په هيواد کې دآسيايي هيوادونو دپاورلفتنګ کلاسيکو سياليو په لومړى پړاو کې داتلوالي دلقب په ګتلو دسروزرو سپينو زرو او دزيړو له اته شپيتو مډالونو سره هيواد ته راستانه شول چې پکې څلور ديرش دسرو زرو مډالونه يوويشت دسپينو زرو مډالونه او ديارلس دژيړو مډالونه شامل وو.
دغه راز ديادونې وړده چې ددغو سياليو څلور دسرو مډالونه فرشتې حسني دڅلور اتيا کېلوګرامو په وزن کې او څلورو سرو زرو مډالونه سعيديه ايوبى په مثبت دڅلوراتيا کېلوګرامه وزن کې ترلاسه کړى دى.
په دې غونډه کې په پارلمان کې دخلکو ځينو استازو او يو شمير جګپوړو دولتي مقاماتو او دالمپيک دملي کميتې مشرتابه هيئت او دورزشي فدراسيونونو رييسانو ګډون کړى وو.