ښوونه او روزنه

دپاليسۍ اوعامه ادارې دپوهنځي دماسترۍ دلومړۍ دورۍ دفراغت سندونه وويل شول

کابل باختر دثوردمياشتې ٣١ :
دکابل  پوهنتون دپاليسۍ اودعامه ادارې  دپوهنځي دماسترۍ دلومړۍ دورۍ  دفراغت سندونه نن ديوې غونډې په ترڅ کې  دلوړو زده کړو وزارت دسرپرست له خوا وويل شول   .
دباخترآژانس دخبريال دخبرله مخې : په دې غونډه کې  دلوړو زده کړو وزارت علمي معين اوسرپرست  پوهنوال محمدعثمان بابړي   پرمختيا ، دکادري ظرفيتونو پياوړتيا ته  دافغاني ټولنې داړتياو او  په دې برخه کې دلوړو زده کړو وزارت دبرياليتوبونو په باب خبرې وکړې  دبهرنيو مرکزونو اوپه تيره بيا دامريکا دپرمختيايي ادارې دمرستو اوهمکاريو له امله يې  قدردانې وکړه او ويې ويل :
اوس  ددولتي لوړو زده کړو په مرکزونو کې  دماسترۍ  اته ويشت پروګرامونه او دخصوصي  لوړو زده کړو په موسسو کې  دماسترۍ اتلس پروګرامونه دوام لري  او دغه بهير دپراختيا په  حال  کې دى .
دلوړو زده کړو  وزارت سرپرست  له فارغانو څخه وغوښتل  هغه څه يې چې زده کړي دي په عمل کې تطبيق کړي  اوخپلې علمې زده کړې راتلوونکو نسلونو ته ليږدوي .
وروسته دکابل پوهنتون رييس ډاکتر حبيب الله حبيب  ، دحقوقو اودسياسي علومو دپوهنځي رييس عبدالاقرار واصل ، دامريکا دپرمختيايي ادارې استازى او څوتنو استادانو اوفارغانو  دمسلکي کادرونو دروزنې  دښو زمينو دبرابرولو په لاره کې  دخپلو دندو ، مسووليتونو او همکاريو اوپه ټولنه کې دهغو داغيزمنتوب په باب خبرې وکړې .
په دې  دوره کې  اتلس تنه استادان او دولتي کارکوونکي دپاليسۍ اودعامه ادارې
په څانګو کې له دوه کلنې زده کړې وروسته  دماسترۍ په سويه  دفراغت سندونه ترلاسه کړل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته