دپارلمان ديوه غړي په مالي همکارى له هرات پوهنتون څخه دڅلويښتو تنو محصلانو فراغت .
کابل باختر د کب پنځه ويشتمه :
دنجونو اوهلکانو په ګډون ٤٠ تنه فارغانو چې په ولسي جرګه کې د هرات دخلکو داستازي فرهاد مجيدي په مالي ملاتړ دخصوصي لوړو زده کړو په موسسو کې زده کړې کړې دي تيره شپه دخپل فراغت جشن جوړ کړ .
دغو ځوانانو چې شل تنه نجونې اوشل تنه هلکان پکې شامل دي په تيرو څلورو کلونوکې په بيلابيلو څانګو کې دليسانس په سويه زده کړې کړې دي
ددغو ځوانانو دفراغت جشن دلوړو زده کړو دوزير ډاکتر نجيب الله خواجه عمري ، دانرژى او اوبو دوزير انجنير علي احمد عثماني ، دهرات دوالي محمد اصف رحيمي دجمهوري رياست دعالي مقام د سلاکارانو ، ديوزيات شمير محصلانو او دهېواد داکاډميکي ټولنې دمسوولانو په ګډون جوړ شو .
په ولسي جرګه کې دخلکو استازي فرهاد مجيدي وايي چې له څلويښتو څخه تر پنځوسو تنو پورې نورو ځوانانو ته هم دليسانس په کچه دزده کړې زمينه برابروي او دغوفارغانو ته دماسترى په کچه دزده کړې زمينه هم برابروي .
دهرات والي د ښاغلي مجيدي دهمکارى له امله قدرداني وکړه اوله ځوانانو سره يې دنورو خير پالو اشخاصو اوسوداګرو دملاتړ غوښتنه وکړه .
دهرات والي دغه راز دپوهنې او دلوړو زده کړو دودې په لاره کې دهراتيانو ونډې ته دقدر په سترګه وکتل او ټينګار يې وکړ چې دهرات خلکو تيرکال له پوهنې سره دنوي مليونو افغانيو مرسته کړې ده .
دلوړو زده کړو وزير وايي دلوړوزده کړو کيفيت څارل کيږي او هيله لري چې دلوړو زده کړو دکيفيت لوړوالي ته پاملرنه وشي ځکه دکميت له پلوه هيڅ راز ستونزه شتون نه لري .
ده تينګار وکړ چې داکاډميکي بنسټونو اغيزمنتوب دلوړو زده کړو وزارت په کاري لومړيتوب کې ځاى لري .
دجمهور رييس سلاکار محمد همايون قيومي او دانرژى او اوبو وزير انجنير علي احمدعثماني هم ددغومحصلانو دفراغت له امله دوى ته مبارکي وويله او داکاډميکي چارو پراختيا او انکشاف ته داړتيا په باب خبرې وکړې .
دانرژۍ داوبو وزير وايي دقدردانۍ ډير ښه مراتب دادي چې دمشرانو دخدمتونو په درناوي دخدمت ملا وتړو .
دالومړى ځل دى چې دولسي جرګې يو استازى دڅلويښتو تنو ځوانانو دزده کړې لګښت ورکوي .
ختم_ ف _ اکرم