ورزش

دپارا اولمپيک ورزشکاران په آسيايي سياليو کې ګډون کوي .

کابل باختر د کب  دولسمه :
دهېواد  دپارا اولمپيک  درې تنه ورزشکاران سبا دپارااولمپيک په سياليو کې دګډون لپاره دوبى ته ځي
دغه سيالۍ دبرازيل په سياليو کې دونډې دترلاسه کولو لپاره بل سبا د لسو ورځو لپاره په دوبۍ کې ترسره کيږي
  دبدنې روزني او سپورت رياست  داطلاعاتو او عامه پوهاوي  مسوول عارف پيمان باختراژانس ته خبر ورکړ: دپارا اولمپيک  آسيايي سيالۍ  دبرازيل په سياليو کې دونډې دترلاسه کولو  لپاره دڅه دپاسه  ديرشو هېوادونو دورزشکارانو په ګډون ترسره کيږي
ديوه اړونده خبرځاى دڅرګندونو له مخې ، دهېواد پارا المپيک  فدراسيون  درې تنه ورزشکاران  د ځغاستې او لامبو وهلو په څانګو کې په دغو سياليو کې ګډون کوي
دغه راز دوه هئيتان او يو ښوونکى له دغو ورزشکارانو سره ملګرتيا کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته