کابلباختردميزان٣
هغه سړى چې دموټرچلونکي و نن په بغلان ولايت کې ځان وواژه .
دبغلان ولايت دامنيې قوماندانۍ ويندوى احمد جاويد بشارت باختراژانس ته وويل : محمديوسف چې دموټرچلوونکي و دپلخمري ښار په لومړۍ نا حيه کې په خپل کورکې دنامعلوم علت له امله له رسۍ څخه په استفادې سره ځان زندى کړ.
بشارت زياته کړه ، دغه سړى ٣٤ کلن و او درې زامن يې درلودل او ويل کيږي دکورني تاوتريخوالي له ا مله يې ځان وژلى دي .
ده زياته کړه پوليسو دموضوع د روښانولو په خا طر څيړنې پيل کړي دي
5 د یوې دقیقې څخه لږ