کابل باختر دغبرګولي دريمه :
دهلمند ولايت دنادعلي ولسوالۍ دقلعه هزاره دمنځني ښوونځي نوى ودانۍ نن دهغه ولايت دپوهنې وزارت دمسوولينو له خوا پرانستل شوه او ګټې اخستنې ته وړاندې شوه .
دباختراژانس درپوټ له مخې دغه ودانۍ په پاخه او اساسي توګه په يو پوړ کې دانګلستان هيواد داف پي تي دي موسسې په مالي مرسته دنهو مليونو افغانيو په لګښت په دووکالو کې جوړه شوې ده .
دغه ودانۍ لس درسي ټولګي ، څلور اداري خونې ، دوه تحويلخانې ، دڅښلو داوبو يوه څاه او نور داړتيا وړ ملحقات لري چې ددغې ودانۍ په جوړيدو سره دهغه ښوونځي د ٥٠٠ تنو زده کوونکي دلوست دخونو دنشتوالي ستونزې له منځه لاړې .
0 د یوې دقیقې څخه لږ