کابل باختر د تلي لسمه :
دکاپيسا ولايت ديوې ولسوالۍ داستيناف محکمې دڅارنوالۍ د رييس په ګډون درې تنه په تروريستي فعاليتونو کې د لاس لرلو په تور ونيول شول .
دباخترآژانس دخبر له مخې : دکورنيو چارو وزارت ويندوى صديق صديقي پرون په يوه خبري غونډه کې وويل، چې درې تنه دکاپيسا ولايت دکوهبند ولسوالۍ داستيناف څارنوالۍ د رييس څارنوال نوراحمد، د ريګ روان دخواجه ګانو دجومات دملا امام غلام محمد او دپروان ولايت دسيدخيلو ولسوالۍ يو تن اوسيدونکى محمدکاظم په نومونو تيره شپه دکاپيسا ولايت داستخباراتو دپوليسو له خوا دڅارنوال نوراحمد له کور څخه په تروريستي فعاليتونوکې دلاس لرلو په تور ونيول شول .
دصديقي دڅرګندونو له مخې دکاپيسا ولايت داستخباراتو پوليسو هغه وخت دغه کسان ونيول چې دحبيب الرحمن په نامه يو تن چې هغه هم درې مياشتې مخکې په تروريستي فعاليتونوکې دلاس لرلو په تور نيول شوي و ، دپوليسو د تحقيقاتوپه بهير په تروريستي فعاليتونو کې ددغو کسانو دلاس لرلو يادونه وکړه .
دکورنيو چارو وزارت ويندوى څرګنده کړه : يو بل تن دمحمد نبي په نامه چې د البيروني پوهنتون دشرعياتو دپوهنځي د دويم کال محصل دى چې يوه اوونۍ مخکې له ريموت کنترول او له يوې اندازې چاوديدونکو توکو سره چې دپروان ولايت د قلعچه سوخته دکلي اوسيدونکى دى دپوليسو له خوا دکاپيسا ولايت له مرکز څخه نيول شوى و، په تروريستي فعاليتونوکې هم د دغو دريو تنو مشکوکو کسانو يادونه کړې وه .
دکورنيو چارو وزارت ويندوى صديق صديقي زياته کړه ، دکاپيسا ولايت دکوهبند و دولسوالۍ داستيناف څارنوالۍ رييس څارنوال نور احمد چې په پروان او دکاپيسا په ولايتونوکې دتروريستي شبکې رييس هم و او زوى يې اوس په پاکستان کې ژوندکوي چې دهغه له خواددغې تروريستي شبکې اړيکې په پاکستان کې له تروريستي شبکو سره تاميندې .
دصديقي دڅرګندونو له مخې نيول شويو کسانو په ځانمرګو او چاوديدونکو بريدونو ، تروريستي او ډار اچوونکو فعاليتونو کې لاس درلود او دهغوى نيول کيدل به دکاپيسا اود پروان ولايتونو دامنيت په ښه والي کي مهم رول ولري .
1 1 دقیقه لوستل