ديو ماين دچاودنې له امله دپوليسو يوه ليږدونکي واسطه په بشپړه توګه له منځه لاړه .

کابل باختر د لړم لومړي:
د پوليسو  يوه ليږدونکي واسطه تيره شپه  دناپيژاندو وسله والو کسانو له خوا  دپنجشير ولايت  د رخې په ولسوالۍ کې  وچول شوه.
  درخې ولسوال  احمد الله  ددغه خبر په تاييدولو سره  دباختراژانس خبريال ته وويل:  دغه ليږدونکي واسطه  دعامه نظم  ديوافسر له خوا  دپکتيا له ولايت څخه  درخصتيو له ورځو څخه په استفادې سره  پنجشير ته وړل شوې وه  چې دماين دچاودنې له امله  وچول شوه .
  تراوسه پورې  دپيښې په اړوند څوک نه دى نيول شوى او دپيښې دعاملينو دنيولو لپاره  پلټنې پيل شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته