کابل – باختر د وږي دمياشتې ٣١
په لسګونو تنه ډار اچوونکى په ننګرهار ولايت کې ديو لړ هوايي بريدونو په بهير کې ووژل شول.
دغه بريدونه په تيرو ٢٤ ساعتو کې دننګرهار ولايت په ځينو سيمو کې د داعشيانو په سنګرونو ترسره شول.
لومړى بريد تيره شپه په اچين ولسوالۍ کې د داعشيانو په سنګر ترسره شو.
دننګرهار دوالي وياند عطا الله خوږياڼي دباختر آژانس خبريال ته وويل: دافغان هوايي ځواکونو په دغو بريدونو کې ديارلس تنه داعشيان ووژل شول.
دغه راز يوولس تنه داعشيان دننګرهار ولايت دکوټ په ولسوالۍ کې د داعشيانو په سنګرونو دبريدونو په بهير کې ووژل شول.
په دغو داعشيانو تيره شپه داچين په ولسوالۍ کې کله چې په خپلو پټنځيو کې ديولړ بريدونو په پلان جوړولو بوخت و چې دهوايي ځواکونو له خوا بريدونه وشول.
دافغانستان په ختيځ کې دپوليسو يوه قوماندان وايي په دغو هوايي بريدونو کې يوولس تنه داعشيان ووژل شول.
ديوبل خبرله مخې پنځه تنه داعشيان دننګرهار ولايت په روداتو ولسوالۍ کې دهوايي بريد په بهير کې ووژل شول په دغو داعشيانو کله چې په تروريستي فعاليتونو بوخت و دهوايي ځواکونو له خوا بريد وشو.
0 1 دقیقه لوستل