ديو افغان سرتيري دډزو له امله دناټو د اوو تنو پوځيانو مرګ ژوبله
کابل باخترمرغومي دمياشتې ١٩ :
دناټو يوپوځي په هلمندولايت کې دهغه سړى دډزو له امله ووژل شو چې ويل کېږي دافغانستان دملي اردو په جامو سمبال و.
په دغو ډزو کې چې پرون مازيګر په نهرسراج ولسوالي کې دناټو دپوځيانو په يوه اډه کې وشوي دناټو څه ناڅه شپږ تنه نور پوځيان ټپيان شول.
ناټو ديوې خبرپاڼې په خپرولوسره په دې بريد کې دخپل يوسرتيري وژل کېدل تائيد کړل خو ددغې پيښې دڅرنګوالې په باب يې څه نه دى ويلي خو په هلمند ولايت کې دبريتانوي پوځيانو يوه ويندوي په لښکرګاه ښارکې دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دغو ډزو کې په بريتانوي پوځيانو بريد شوي دي.
دبريتانوي پوځيانو ددغه ويندوي دڅرګندونو له مخې يرغلګر دمتقابلو ډزو په بهيرکې وژل شوي دي.
ده تائيدکړه چې يرغلګر دافغانستان دملي اردو په جاموسمبال و.
له بلي خوا په نهرسراج ولسوالي کې يوه امنيتي مسوول وايي چې په دغو ډزو کې يو بريتانوي پوځي وژل شوي اوشپږتنه نوريي ټپيان شوي دي.
په همدي حال کې دناټو په خبرپاڼه کې په دې اړونددڅيړنودپيل خبري شوي دي.
په نوي ميلادي کال کې داپه افغانستان کې دناټو په پوځيانو ديو افغان سرتيري دبريد لومړنۍ پيښه ده .
په تيرکال کې هم افغانستان ددغه شان بريدونو دڅو مواردو ډګرو چې له امله يې په لسګونو تنه بهرني پوځيان ووژل شول.
دناټو په سرتيرو دافغانستان په پوځي جامو دسمبالو کسانو بريد دامريکا په ګډون دناټو سازمان دغړو هيوادونو اودافغانستان دمقاماتو ترمنځ انديښنې را پارولي دي .
په دې وروستيو وختو کې دافغانستان پوځي مقاماتو په امنيتي اوپوځي دستګاو کې دتروريستانو داحتمالي نفوذ دمخنيوي لپاره په دغو دستګاو کې دافرادو دجذب په بهيرکې يو لړبدلونونه رامنځته کړي دي .
دناټو مقاماتو هم ددغو بدلونونو هرکلي کړي دي اوتائيده کړي يې ده چې په افغان پوځي دستګاو کې دافرادو دجذب په کار کې څيړنې او دقت دجګړه مارانو داحتمالي نفوذ اوپه افغانستان کې دناټو په پوځيانو دبريد دکمښت سبب شوي دي