کابل باختر دزمري اوولسمه :
په بدخشان کې يوه ځوانه نجلۍ وژله شوې ده .
دبدخشان دوالي وياند احمد نويد فروتن دباختر اژانس خبريال ته وويل: دکشم ولسوالۍ دنجونو دشهيد دليسې داتم ټولګي زده کوونکي پنځلس کلنه چمن ګله تيره شپه په خپل استوګنې په کور کې په مرموز ډول وژله شوې ده .
ديوه اړونده خبرځاى دڅرګندونوله مخې، ددغې نجلۍ کورنۍ ددې دوژل په باب پوليسو ته خبرنه و ورکړى او ددې دجنازې دښخولو په لټه کې و چې پوليسو دموضوع په باب خبر ترلاسه کړ او څيړنې او تحقيقات يې پيل کړل .
فروتن زياته کړه: پوليسو دوژلې شوې ورو چې ١٨ کلن دى دقضيې په اړوند نيولى دى خو ده په خپلو څرګندونوکې ويلي دي چې دخپلې خور په وژل کيدو خبر نه دى .
ددغې نجلۍ مور وايي چې لور يې په خپله ځان وژلى دى خو پوليس په دې باب څيړنو ته دوام ورکوي . چې ددغې وژنې اصلي عامل او علت پيداکړي .
0 1 دقیقه لوستل