ديوې ځوانې نجلۍ دمړى کشفول.

کابل – باختر دمرغومى پنځه ويشتمه :
ديوې ځوانې نجلۍ مړى چې ويل کيږي  په مرموز ډول وژل شوې ده پرون په ننګرهار ولايت کې کشف او ترلاسه شو.
پوليس وايي چې ددغې پنځلس کلنې نجلۍ مړى دجلال آباد دښار دمجبور آباد په سيمه کې يو جومات ته څيرمه کشف  اوترلاسه کړى دى.
دننګرهار ولايت دپوليسو مسول معصوم خان باختر اژانس ته وويل چې ددغې وژنې په تور دنجلۍ پلار او کاکا نيول شوي دي.
دپوليسو څيړنې ښيي چې دغه نجلۍ دوه مياشتې مخکې له خپل کور څخه بې درکه شوې وه.
په همدې حال کې دنجلۍ پلار وايي له دوو مياشتو وروسته اوس له خپلې لور له مړى سره مخامخ شوى دى.
ده په دې باب چې څنګه دوه مياشتې مخکې يې لور له کوره بې درکه شوه څه ونه ويل.
تراوسه پورې ددغې وژنې انګيزه روښانه نه ده ،دننګرهار د پوليسو مسول وايي چې په دې باب څيړنې پيل شوي دي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته