ديوې ميرمنې مړى وموندل شو

کابل  باختردمرغومي دمياشتې  ٥ :
دهرات ولايت دګذرې ولسوالۍ په مربوطاتو کې ديوې  ميرمنې مړى دپوليسو دځواکونو لاسته ورغي .
امنيتي ځواکونو دغه مړى په داسې حال کې پرون ترلاسه کړ چې په يوه بوري کې ځاى پرځاى شوي و.
دهرات ولايت دامنيي قوماندانۍ دکشف  آمر محمدعلي دشتي باختراژانس ته وويل دغه ميرمن خماري نوميده اودهرات ولايت کشک کهنه رباط سنګي ولسوالۍ اصلي اوسيدونکې وه.
دخبرځاى دڅرگندونوله مخې تراوسه پورې ددې دوژل  کېدو علت معلوم نه دى  اولومړنۍ تحقيقات ښيې چې  ښايې دکورنۍ تاوتريخوالې له امله وژله شوي وي .
دهرات ولايت دبشرد حقوقو دخپلواک  کميسيون مسوولينو په وار وار په دغه ولايت کې دښځوپرخلاف دتاوتريخوالې دزياتوالې له امله انديښنه څرگنده کړې ده.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته