کابل – باختر دمرغومى پنځه ويشتمه :
په پروان ولايت کې يوې محکمې دوه تنه ديوې ميرمنې دوژلو په تور په اعدام محکوم کړل.
دغه کسان چې دمقتولې ميړه او خسر دى پرون دپروان په استيناف محکمه کې حاضر شول.
دپروان ولايت داستيناف محکمې رييس قضاوتپوه محمدرحيم کريمى باختر آژانس ته وويل : دسندونو او شواهدو له مخې ددغې ميرمنې ميړه او خسر چې دهغې دوژلو اصلى تورن کسان دي ،په اعدام محکوم کړي دي.
دقضاوتپوه کريمي دڅرګندونو له مخې، دغه ځوانه ميرمن دروان کال دوږي په مياشت کې په سرخ پارسا ولسوالۍ کې دخپل ميړه په کور کې دهغې دميړه او خسر له خوا په ډزو سره ووژل شوه.
په همدې حال کې تورنو کسانو دمحکمې په حکم قناعت ونه کړ او دتميز غوښتنه يې وکړ.
له بله پلوه ددغې ميرمنې کورنۍ له دولت څخه غواړي چې د دوى دلور ميړه او خسر اعدام کړي.
1 1 دقیقه لوستل