پيښور-دان – باختر دثور دمياشتې ١٣
څه ناڅه څوارلس تنه ميرمنې په تيره اوونۍ کې دباجوړ ايجنسۍ په سيمه کې ديوې مرموزې ناروغۍ له امله مړى شوې او څو تنه نور په دغې ناورغۍ اخته شوي دي .
باختر آژانس دپاکستان د دان ورځپاڼې له خولې خبر راکړ ،دباجوړ سيمه ييزو خلکو ويلي دي دغه ناورغى دغرنيو سيمو دخلکو له خوا خپره شوې ده.
دسيمې يو تن اوسيدونکي وويل ديوې اوونۍ په بهير کې دڅوارلسو ښځو په مړينې برسيره يو زيات شمير نور په دغې مرموزې ناروغۍ اخته شوي دي .
ډاکترانو هم ددغې ناروغۍ خپريدل تاييد کړ او ويلي يې دي چې دمړو شويو ښځو حالت له مړينې مخکې نورمال و . ده وويل مړې شوې ميرمنې له څلويښتو څخه تر پنځوسو کلونو پورې عمر درلودل.
دخبريالانو دخبرو له مخې دغه ناپيژندل شوې مرموزه ناروغۍ دبيلابيلو کليو دښځو ترمنځ خپره شوې ده.
ديو سيمه ييز ډاکتر دڅرګندونو له مخې يو زيات شمير ښځې په دغې ناروغۍ اخته شوي دي او دايوه وژونکي او نوي ناروغۍ ده چې موږ تراوسه پورې هيڅ کومه نښه يې په خپله اداره کې نه درلود.
1 1 دقیقه لوستل