امنیت

ديوې مذهبي ډلې درې تنه غړې دپاکستان په ختيځ کې ووژل شول.

اسلام آباد نړيوالي خبري منابع  باختر دمرغومي دمياشتې ٢٩
ناپيژندل شويو يرغلګرو د پاکستان دپنجاب ايالت دسرګودها په ښارکې د يوې مذهبي ډلې  درې تنه غړې  ووژل.
دسرګودها ښار دپوليسو مقاماتو وويل ،  چې داهل سنت والجماعت دمذهبي ډلې د ايالتي رييس مولاناعبدالحميد دسپرلۍ په موټر پرون  د دغه ښار د تروريزم ضد محکمې ته څيرمه د ناپيژندل شويو کسانو له خوا  ډزې وشوې .
په دې بريد کې ددغې ډلې درې تنه مسوولين ووژل شول او دمولانا عبدالحميد په
ګډون دوه تنه نور ټپيان شول .
يرغلګر له ډزو  وروسته وتښتيدل او تر  اوسه پورې د دغه بريد مسووليت  چا په غاړه نه دى اخستى .
دغه راز پرون د کراچۍ ښار د شهراه  فيصل په سيمه کې دناپيژندل شويو کسانو د ډزو له امله دمفتي عثمان يارخان په نامه د سميع  څانګې دجمعيت علماي اسلام دګوند يو تن مسوول له دوو تنو نورو سره  ووژل شو.
دکراچۍ بندري  ښار په  وروستيو   ورځو کې د   فرقه يي ،   سياسي او  د امنيتي ځواکونو  پرخلاف دتروريستي بريدونو  ډګر بدل شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته