کابل باختر دزمري يوولسمه :
دزرنج ښار په جنوب کې پرون له يوې بار وړونکي لارۍ سره ديوه کرولا ډوله موټر دټکر له امله يوتن ووژل شو .
دنيمروز ولايت دترافيکو مدير حاجي زرين دباختراژانس خبريال ته وويل: يوه بار وړونکي موټر دزرنج ښار په معصوم اباد ساحه کې له يوه کرولا ډوله موټر سره ټکر وکړ چې له امله يې دکرولا موټر چلوونکى ووژل شو او دبار وړونکي موټر چلوونکى دامنيتي ځواکونو له خوا ونيول شو او له هغه څخه پوښتنې دوام لري .
0 د یوې دقیقې څخه لږ