ټولنه

ديوې ترافيکي پيښې له امله دوه تنه پوليسان شهيدان شول.

کابل – باختر دتلې دمياشتې ٧
په فارياب ولايت کې نن ديوې ترافيکي پيښې له امله دوه تنه پوليسان شهيدان شول  اودرې تنه نور پوليسان هم ټپيان شول .
دفارياب ولايت خواجه سبز پوش ولسوال عبدالله معصومي باختر آژانس ته وويل : دپوليسو يو رنجر موټر کله چې له ميمنې څخه دشرين  تګاب ولسوالۍ ته روان و دخواجه سبزپوش ولسوالۍ د قره شخي په سيمه کې له واټ څخه ووت او چپه شو چې له امله يې دوه تنه پوليسان شهيدان او درې تنه نور پوليسان ټپيان شول.
معصومي ددغې پيښې علت دچلوونکې بي احتياطي او ګړنديتوب وباله.
ويل کيږي : ټپي شوي کسان د درملنې لپاره روغتون ته ليږدول شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته