ديوښوونځى مدير شهيد شو

مزارشريف  باخترد  ثور  دمياشتې  ٢٤ :
دبلخ ولايت دنهرشاهي ولسوالۍ د يژن دکلى د ښوونځى مدير پرون د ناپيژندل شويو وسله والو کسانو له خوا شهيد شو.
دبلخ ولايت دنهرشاهي ولسوالۍ دپوهنې مدير ظاهر پنهان باخترآژانس ته وويل:   محمد حسن سيغاني دبلخ ولايت دنهرشاهي ولسوالۍ د يژن ښوونځي مدير هغه وخت شهيد شو چې د اوميګا دفتر له دوو تنو کارکوونکو سره له ښوونځي څخه ووت او دکور په لور روان و.
دپنهان دڅرگندونوله مخې: په دې پيښه کې د اوميګا د موسسې يو کارکوونکى ټپي اوبل يې په تيښتې بريالى شوى دى .
دبلخ ولايت دنهرشاهي ولسوالۍ دپوليسو يو تن مسوول باخترآژانس ته وويل چې د اوميګا د موسسې کارکوونکي بهرني اتباع دي؛ خو تراوسه پورې نه ده معلومه چې دکوم هيواد اتباع دي.
پوليسوپه دې اړوند څيړنې پيل کړې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته