ديوه ځوان مړى دسمنګانو په سيند کې ترلاسه شو .

کابل باختر د وږي اوولسمه : ديوه ځوان هلک مړى دسمنګانو په سيند کې ترلاسه شو . دسمنګانو ولايت دامنيې قوماندانۍ له جنايي جرمونوسره دمبارزې مدير سمونوال اسلام الدين خرمي باختراژانس ته وويل چې دغه ځوان پرون دايبکو ښار دسولې په کارته کې دلرغان کانال دسربند په سيمه کې په سيند کې دلامبو وهلو په وخت کې ډوب او مړ شو . خرمي زياته کړه دډوب شوي ځوان مړى دامنيتي مسوولانو په واسطه روغتون ته ليږدول شوى خو تراوسه پورې دهغه دخپلوانو څرک نه ليدل کېږي . خرمي زياته کړه چې دروان کال دغبرکولي په مياشت کې هم درې تنه ځوانان دايبکو دګل قشلاق په کلي کې دلامبو په وخت کې ډوب او مړه شول . ختم (_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته