کابل باختر دزمري يوولسمه :
پنځه تنه ملکيان په لوګر ولايت کې دماين دچاودنې له امله ووژل شول .
دلوګرولايت دامنيې قوماندانۍ دمطبوعاتي دفترمسوول دباختراژانس خبريال ته وويل: په يوه ډاډسن موټر پنځه تنه سپاره ملکيان چې دکابل ولايت له خاک جبار ولسوالۍ څخه دلوګر ولايت په لور روان و دازرې ولسوالۍ په لاره کې په واټ کې په ښخ کړى شوي ماين وختل .
يوه اړونده خبرځاى وويل په دې چاودنه کې دموټر چلوونکي په ګډون دازرې ولسوالۍ دحج او اوقافو يو پخوانى کارکوونکي او په خوست ولايت کې ديوناما کارکوونکى ووژل شول .
0 د یوې دقیقې څخه لږ