کابل – باختر دکب دمياشتې ٧
په هلمند ولايت کې ديوه طالب په کورکې دچاودنې له امله ددغه طالب ځوانه ميرمن ووژل شوه.
په دې پيښه کې چې نن دغرمې په شاوخوا کې وشوه دغه طالب خپلې دواړه پښې
له لاسه ورکړې او يوه بله ښځه هم ټپي شوه.
پيښه دسنګين ولسوالۍ په غاره کې سميه کې ددغه ماين جوړونکې طالب په کور کې هغه وخت وشوه چې دې په ماين جوړولو بوخت و.
د هلمند ولايت دامنيې قوماندانۍ ويندوى عبدالرحمن چوپان د باختر آژانس خبريال ته وويل : چې په دې پيښه دغه ماين جوړونکې طالب خپلې دواړه پيښې له لاسه ورکړي دي او هم يې ميرمن وژل شوې ده .
ده په دې پيښه کې ددغه ماين جوړونکې طالب ديوې بلې خپلوانې ښځې وژل کيدل هم تاييد کړل.
د رارسيدلو خبرونو له مخې ددغه طالب له خوا يو جوړ شوى ماين په تير وتنې سره وچاوديد او دغه پيښه رامنځته شوه.
0 1 دقیقه لوستل