کابل باختر دچنګاښ څوارلسمه :
ديوه سړى مړى پرون دپوليسو له خوا په دايکنډي ولايت کې ترلاسه شو .
دميرامورولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال علي احمد الله يارى دباختراژانس خبريال ته وويل چې ددغه سړى مړى چې په ډزو سره وژل شوى و ددايکنډي ولايت دميرامور ولسوالۍ په تخاوي کلي کې داوبو له يوې څاه څخه وايستل شو . الله يار وويل چې وژل شوى سړى له دوو ورځو راپديخوا بې درکه و .
ده وويل چې څلور تنه دوژنې په تور دپوليسو له خوا نيول شوي دي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ