ديوه ساختماني کارګر وژل کيدل .

کابل باختر د چنګاښ  شپږ ويشتمه :
يو ساختماني  کارګر  چې دغور ولايت دپوهنې رياست په ودانۍ کې په کار بوخت و نن ددغې ودانۍ  له څو متري لوړوالي څخه ښکته  ولويد اوووژل شو .
دغور دولايتي روغتون سرپرست محمد عارف لعل  زاد دباختراژانس  خبريال ته وويل :دغه پيښه هغه  وخت  رامنځته شوه چې  ساختماني کارګران دغور ولايت دپوهنې رياست په ودانۍ کې په کار بوخت وو چې يوتن يې ددغې ودانۍ له څومتري لوړوالي څخه ښکته ولويده او ووژل شو .
ويل کيږي چې خدا داد دفيروز کوه ښار دشرنې کلي اوسيدونکى دى او دخپل ژوندانه دچارو دسمبالولو لپاره يې  شاقه اوله قدرت څخه په وتلو کارونو بوخت و اوله څه مودې راپديخوا يې په يوه ساختماني شرکت کې کار کاوه .     

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته