امنیت

ديوه توغندى دلګيدو له امله ديوې کورنۍ پنځو غړو ته مرګ ژوبله واوښته .

کابل باختر د مرغومى  اوولسمه :
په هلمند ولايت کې  تيره شپه داستوګنې په يو کور دتوغندى دلګيدو له امله ديوې ښځې په ګډون درې تنه ملکي وګړي  شهيدان او دوه تنه نور ټپيان شول .
دهلمند ولايت وياند عمر ځواک  دباختراژانس خبريال ته وويل  دغه پيښه  دلښکرګاه ښار  په نوزاد سيمه کې  هغه وخت رامنځته شوه  چې وسله والو طالبانو په ساحې يو توغندى وتوغاوه چې داستوګنې په يو کور  ولګيد او له امله يې  ديوې ښځې په ګډون  درې تنه شهيدان او دوه تنه نور ټپيان شول .
يوه اړونده خبرځاى وويل  ددغې پيښې ټپيانو دسيمې دخلکو له خوا  روغتون ته ليږدول شوي  او دپيښې ديوه ټپي  روغتيايي حالت خراب بلل شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته