روغتیا

ديونيسف ادارې دعامې روغتيا له وزارت سره د ديرشو امبولانسونو مرسته وکړه

کابل – باختر د وږي دمياشتې ٩
دماشومانو لپاره په ملګرو ملتو سازمان وجهي صندوق ( يونيسف )دعامې روغتيا له وزارت سره د ديرشو امبولانسونو مرسته وکړه .
ددغو امبولانسونو دسپارلو په مراسمو کې دعامې روغتيا وزير ډاکتر فيروز الدين فيروز څرګنده کړه دغه امبولانسونه په خپل وخت روغتيايي مرکزونو ته دناروغانو او ټپيانو دليږدونې نظام د پياوړتيا په لاره کې مهم رول لوبوي.
دغه امبولانسونه په لازمو تجهيزاتو سمبال دي چې هر يو يې ٣٢ زره ډالره ارزښت لري چې ديونيسف ادارې له خوا پيرودل شوي دي دعامې روغتيا وزارت دغه امبولانسونه هغو ولايتونو او لويو لارو ته چې دامبولانس خدمتونو ته زياته اړتيا لري ،ويشي.
ډاکتر فيروز زياته کړه موږ غواړو دکابل امبولانس تجربه نورو ولايتونو ته پراخ کړو چې دامبولانس خدمتونه په ټولو ولايتونو کې ښه شي په همدې مقصد ټاکل شوې ده په نږدې راتلوونکى کې (٣٢) امبولانسونه دسعودي عربستان دشاهي هيواد له خوا مرسته وشي او دغه راز سل نور امبولانسونه دافغانستان ملي تدارکاتو ته پيشنهاد شوي دي چې وپيرودل شي .
دغه راز په دغو مراسمو کې په ولسي جرګه کې دسمنګانو دخلکو وکيل مخدوم محب الله او ديونيسف استازى دموضوع په باب خبرې وکړې.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته