ديونسکو دسازمان لويه مديره کابل ته راورسيده .
کابل باختر د ثور اوه ويشتمه :
ديونسکو دسازمان لويه مديره ميرمن ايرينا بکووا اوملګري هيئت يې نن کابل ته راورسيده .
دکابل له نړيوال هوايي ډګر څخه دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې، افغانستان ددغه هيئت دسفر هدف دپوهنې وزارت د ښوونيز اوروزنيز نظام دڅرنګوالي ، لرغونو ساحو او دباميانو ولايت دپوهنې دچارو کتنه ده .
ديونسکو دسازمان لويه مديره اوملګري هيئت يې په افغانستان کې داستوګنې په بهير کې دافغانستان داسلامي جمهوريت له جمهور رييس حامدکرزي ، داطلاعاتو او فرهنګ له وزير ډاکتر سيد مخدوم رهين ، دپوهنې له وزير فاروق وردګ ، دبهرنيوچارو وزارت له ځينو مقاماتو او دافغانستان لپاره دملګروملتو دسازمان له ځانګړي استازي سره هم ګوري .
دکابل په نړيوال هوايي ډګرکې دغه هيئت ته داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت فرهنګي معين سيد مصدف خليلي او دپوهنې وزارت معين محمد اصف ننګ هرکلۍ وويل. .