امنیت

ديوناوړه ترورستي قصد څخه دکندزدوالي دمرستيال ژغورل کيدل

کابل باخترد وږي دمياشتې  ١٠ :
دکندزدوالي مرستيال په بغلان ولايت کې  له يوناوړه ترورستي قصد څخه روغ رمټ پاتې شو .
دکندز دوالي دمرستيال دانشي  دسپرلۍ کاروان  دکابل _ پلخمري په لاره کې دياغي طالبانو له خوا په ايښودل شوي ماين وخوت  . خو ويل کيږي چې په دې پيښه کې يوازې دده درې تنه ساتونکي ټپيان شوي دي.
دغه پيښه  نن له غرمې وروسته ددريو بجو په شاوخوا کې دجنګل باغ په سيمه کې هغه وخت رامنځته شوه چې دکندز دوالي دمرستيال دکاروان يو موټر په ماين وخوت .
دبغلان ولايت  دمرکزي بغلان دولسوالۍ  امنيه قوماندان محمدکمين باختراژانس ته وويل: په دې پيښه کې دوالي  مرستيال ته زيان نه دى رسيدلى  خو دده درې تنه ساتوونکي ټپيان شوي دي.
ده  وسله وال طالبان ددغې ماين ايښودنې مسوول وبلل .
دخبرونوله مخې، دکندز دوالي مرستيال دانشي په يوې رسمي غونډه  کې دګډون په مقصد دمزارشريف ښار ته روان و چې  پيښه رامنځته شوه.
په همدې حال کې دمرکزي بغلان دولسوالۍ دروغتون دعاجلې څانګې مسوول خليل نرمګوي  باختراژانس ته وويل چې دټپيانو روغتيايي حالت ښه دى.
دمرکزي بغلان دولسوالۍ  دجنګل باغ سيمه  دکابل _ مزار  په لاره کې يوه ناامنه سيمه ده چې  څه موده مخکې  په همدې سيمه کې دلوړو زده کړو دوزير عبيدالله عبيد دسپرلۍ په کاروان ناوړه ترورستي قصدوشو خو هغه له دغې پيښې څخه روغ رمټ پاتې شو.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته