کابل /دلړم ٢٥مه / باختر :
دهېواد په ختيځ کې ديولړ چاودنو مخه ونيول شوه .
امنيتي ځواکونو نن سهار دکونړ ، لغمان ، ننګرهار او دنورستان ولايتونو له ګڼ مېشتو لارو څخه اتلس ماينونه کشف او شنډ کړل .
دهېواد په ختيځ کې دسېلاب قول اردو باختراژانس ته ديوې خبرپاڼې په لېږلو سره ليکلي دي ، چې دغه ماينونه دخلکو په همکارۍ کشف او شنډ کړى شول
دهېوادپه ختيځ کې پوځي خبرځايونو وسله وال طالبان ددغو ماينونو دښخولو مسوول بولي .
ختم_ ج _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ