کابل – باختر دتلې دمياشتې ١٥
دعبدالحق فونديشن مسوول حاجي انقلاب نن دکونړ ولايت په اسعدآباد ښارکې خپل کورته څيرمه د وسله والو طالبانو د بريد له امله و وژل شو .
دخبرونو له مخې : په دې بريد کې ددغه غيرحکومتي مرکز دمسوول زوى اويو ساتونکى هم وژل شوى دى .
دکونړ ولايت امنيه قوماندان عبدالحبيب سيدخيل باخترآژانس ته وويل : يرغلګردعبدالحق فونديشن په مسوول حاجي انقلاب له بريد وروسته په تيښتې بريالي شول اودهغوي دنيولولپاره پلټنې پيل شوي دي .
ويل کيږي دغه مرکز په کونړ ولايت کې دتاسيساتو د جوړولو په برخه کې فعاليت کوي
1 د یوې دقیقې څخه لږ